Posts

Showing posts from February 17, 2018

پر ښځه باندې د خاوند حقوق)))

Image
(((پر ښځه باندې د خاوند حقوق))) ((د ميړه اطاعت کول)) الله جل جلا له نر پر ښځه باندې مشر او رئيس مقرر کړي ځکه چې نر د جسمي او عقلي لحاظ قوي او بل دا چې د اهل عيال مالي مصارف پر غاړه لري د نر مشري او رياست حکمتونه دلته وګورئ . الله جل جلا له فرمايي : ( الرجال قوامون على النساء بما فضل الله بعضهم على بعض وبما أنفقوا من أموالهم ) النساء/34 . سړي پر ښځو حاکمان دي له دې کبله چې الله جل جلا له ځنې د دوی ته ير ځينو نورو افضليت او غوراوی ورکړی دی او له دې امله چې نارينه ( د ښځو لپاره ) خپله شتمني لګوي . رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايي : خير النساء من تسرک إذا أبصرت، و تعطيک إذا أمرت، و تحفظ غيبتک في نفسها و مالک ( طبراني – راوي عبدالله بن سلام) يعنې : د ښځو نيکه او ښه ښځه هغه ده چې کله هغې ته ګورئ تا خوشحاله کړي او کله چې هغې ته د څه امر وکړې هغه اطاعت کوي او کله چې ته غايب وي هغه ستا د کور او ځان سانته کوي . پيغمبر صلي الله عليه وسلم فرمايي : (إذا صلت المرأة خمسها، و صامت شهرها، و حفظت فرجها، و أطاعت زوجها، قيل لها ادخلي الجنة من أي أبوابها شئت) ( الأباني في صحيح الجامع ...

پېغله بیا وایي: کشکي واده سم!

Image
پېغله وایي:  کشکي واده سم! وايي: د جبريل علیه السلام څخه پوښتنه وسوه چي ایا ته خاندې؟ جبریل وویل: هو ! ویل : کله؟ ده وویل : انسان د خپل پیدایښت له ورځي بیا د مرګ تر وخته په داسي شي پسي ګرځي چي هغه شی په دنیا کي نه دی پیدا سوی. پوښتنه کوونکی په تعجب کي سو او وې ویل : هغه شی چشي دی، چي انسان پسي ګرځي او هغه په دنیا کي نه دی پیدا سوی؟! جبريل علیه السلام وویل : راحت، ارامتیا او بې غمي؛ الله جل جلاله په دنیا کي راحت نه دی پیدا کړی بلکي هغه یې په اخرت کي پیدا کړی دی خو انسان همېشه په دې دنیا کي په راحت پسي ګرځي. ماشوم وایي: کله به لوی سم؟! ځوان وایي: کشکي بیرته ماشوم کېدلای سوای! سپین ږیری وایي: کشکي مي بیرته د یوې ورځي لپاره ځواني راوګرځي! واده سوې ښځه وایي: کشکي پېغله وای! پېغله بیا وایي: کشکي واده سم! هغه څوک چي اولاد نه لري، وایي: کشکي مي یو ماشوم درلودلای! او هغه چي بیا د خپلو اولادونو د شرنو څخه په تکلیف دي، وایي: کشکي مي اولادونه نه وای زېږولي! هغه څوک چي د یوې ښځي سره یې واده کړی وي، د راحت حاصلولو لپاره په بله ښځه پسي ګرځي، مقصد دا چي ټول انسانان راحت غواړي، حال دا چي په دې دن...